د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ غونډې اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
مجاهد په یو غږیز پیغام کې ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د اسلامي معیارونو له مخې د خلکو د حقونو په ساتلو مکلف دی.
هغه ویلي چې نړیوال تعریفونه او معیارونه د بشري حقونو په اړه د افغانانو لپاره لازمي نه دي او اصلي حقوق هغه دي چې اسلامي شریعت انسانانو ته ورکړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې پرون د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازو د ښځو او نجونو پر محدودیتونو، عامه اعدامونو او بدني سزاګانو د دوام له امله د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

