پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانجې شنکر:هند د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره...

جې شنکر:هند د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار ته تیار دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر ویلي، هند د افغانستان له‌خوا د اوبو د مدیریت او اوبه‌لګولو په برخه کې د همکارۍ د پراخولو او لېوالتیا هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تنظیم او زراعت په برخه کې د «ګټورې همکارۍ» یادونه کړې او ویلي، هند غواړي دا اړیکې لا پسې پیاوړې شي ترڅو د افغانستان د طبیعي سرچینو د اغېزمنې استفادې زمینه برابره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here