د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه د اروپايي ټولنې لخوا وړاندې شوې مسوده تصویب کړه.
د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په دغه مسوده کې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره باید یوه خپلواکه اداره جوړه شي، ترڅو په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو اړوند شواهد راټول، تحلیل او وساتي.
تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

