د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یوانهابیتات) ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښارونو په بنسټیزو زیربناوو او اساسي خدمتونو کې پانګونه وکړي.
دغه څرګندونې د نړېوال د استوګنې د ورځې له لمانځلو مخکې شوې دي.
یوانهابیتات ویلي، د افغان کډوالو د ستنېدونکو شمېر په ښارونو کې په چټکۍ سره زیات شوی، چې د ښاري خدمتونو پر ظرفیتونو یې فشار راوستی دی.
یاد سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاري زیربناوو پراختیا به د افغانستان ښارونه د نفوسو له بدلونونو سره لا مقاوم کړي، د خدمتونو ظرفیت به لوړ کړي او د دوامدار پرمختګ زمینه به برابره کړي.