د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت د یوه رسمي سند له مخې، په پوهنتونونو کې د استادانو او هغو کارکوونکو لپاره چې په څلورم بست یا له هغې لاندې رتبو کې کار کوي، د ځیرک ټلیفون کارول منع شوي دي.
په سند کې ویل شوي، د ځیرک ټلیفون کارونه د اداري چارو د بوختیا او پېچلتیا سبب ګرځي، او له استادانو غوښتنه شوې چې د دې وسایلو کارونه په تدریجي ډول راکمه کړي.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د وزارت د رهبرۍ شورا کې شوې ده او په رسمي ډول ټولو پوهنتونونو ته استول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده له دې وړاندې هم د ځیرک ټلیفون او انټرنېټ کارولو مخالفت څرګند کړی و، او تېرې اوونۍ یې د څو ورځو لپاره د هېواد په کچه مخابراتي او انټرنېټي خدمات بند کړي وو، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه سخت اغېزمن شول.