د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعتراف کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلاماباد لاسوهنه ستره تېروتنه وه.
هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د روسیې پر ضد جګړه کې د افغانانو ملاتړ ته اړتیا نه وه او دا پرېکړه د پاکستان لپاره منفي پایلې لرلې.
اصف د هغه وخت د پوځ مشر جنرال ضیاالحق «ډیکتاتور» بللی او ټینګار یې کړی چې هغه د امریکا د رضایت او اړیکو د پراختیا لپاره ګامونه پورته کړي وو، چې وروسته یې د سیمې وضعیت لا پیچلی کړ.

