د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بوګټي وايي چې په افغانستان کې مېشتې وسلوالې ډلې د طالبانو حکومت په ملاتړ د پاکستان پرضد بریدونه کوي.
هغه په اسلاماباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان امنیتي وضعیت خراب شوی او د بلوچستان ازادي غوښتونکو پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.
بوګټي زیاته کړې چې ډېر وژل شوي وسلوال د افغانستان اتباع دي او د طالبانو حکومت ورته خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه برابر کړي دي.
نوموړي د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کاروي.
هغه همداراز هند تورن کړی چې د وسلوالو د ځینو فعالیتونو ملاتړ او مالي مرسته کوي.