د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي کابل د ځینو هېوادونو له مثبت چلند هرکلی کوي او دا واقعبینانه نظر بولي.
هغه وايي د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی او افغانستان غواړي خپلې اړیکې له نورو هېوادونو سره لا پیاوړې کړي.
په همدې حال کې د ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو مشران په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له سولې، ثبات، امنیت او پراختیا ملاتړ اعلان کړی دی.

