د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي محمد یوسف وفا په یوه اداري غونډه کې ویلي، چې افغان ولس سخت ځپل شوی او داسې کورنۍ هم شته چې د ماښام د خوړو لپاره څه نه لري.
نوموړي ویلي، چې د خلکو د زورولو پر ځای باید د هغوی زړونه وګټل شي او خدمت ورته وشي.
هغه زیاته کړې چې ټول پخواني قوانین لغوه شوي او ادارې دې له مرکزه نوي شرعي قوانین تر لاسه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو څو ځله د افغانانو د لوږې په اړه راپورونه ورکړي دي.

