یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:بګرام نه د چین ده نه د امریکا، زمونږ خاوره...

ذبیح الله مجاهد:بګرام نه د چین ده نه د امریکا، زمونږ خاوره ده او مونږ یې ساتو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، بګرام هوايي اډه د افغانستان برخه ده او هېڅ تړاو له بهرنیو هېوادونو نه لري.

نوموړي «العربیه» ته په مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني او امریکا باید له افغانستان سره په منطقي او ډیپلوماټیک ډول چلند وکړي.

دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو ادعاوو په غبرګون کې شوي، چې ویلي یې و د بګرام د بېرته اخیستو په اړه خبرې روانې دي.

د طالبانو حکومت دا څرګندونې بې‌اساسې بللي او رد کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here