د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی دی او باید پر هغوی لګېدلي محدودیتونه لرې شي.
د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب مسؤله شیما سن ګوپټا په جلالاباد کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، له څلورو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې شوې دي، چې دا د دوی د هیلو د له منځه وړلو معنا لري.
هغې ټینګار کړی چې زدهکړه کولای شي د نجونو په ژوند کې د جبري ودونو د مخنیوي او خوندیتوب په ګډون په ګڼو برخو کې مرسته وکړي.

