یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند کندهار طالب چارواکی:دغه ولایت کې د پواینټ ټو پواینټ له لارې...

د کندهار طالب چارواکی:دغه ولایت کې د پواینټ ټو پواینټ له لارې د انټرنېټ خدمتونه بېرته فعال شول

د کندهار د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس، نورالله نوري، ویلي چې په کندهار کې د انټرنېټ خدمات بېرته پیل شوي دي.

هغه ویلي چې د انټرنېټ د خدماتو په پیلولو سره د ولایت ټول بانکونه، ادارې او دفترونه عادي فعالیت ته راګرځېدلي دي.

نوري وضاحت ورکړی چې دا مهال د کندهار انټرنېټ د نوري فایبر پرځای د «پواینټ ټو پواینټ» سیستم له لارې برابرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د کندهار په شمول یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ او دغه لړۍ اوس هم په نورو ولایتونو کې دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here