چهارشنبه, مې 20, 2026
Homeافغانستانطلوع‌نیوز؛د طالبانو حکومت له ګواښ وروسته خپور شوی خبر له خپلو پاڼو...

طلوع‌نیوز؛د طالبانو حکومت له ګواښ وروسته خپور شوی خبر له خپلو پاڼو حذف کړ

طلوع‌نیوز، چې د افغانستان له مهمو خصوصي رسنیو څخه شمېرل کېږي، هغه راپور بېرته له خپلو ټولنیزو شبکو لرې کړ چې په کې د «انتحاري» کلمه کارول شوې وه.

دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې د طالبانو حکومت د امنیتي ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د دغه راپور په اړه خبرداری ورکړ.

طلوع‌نیوز د شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاج‌میر جواد څرګندونې خپرې کړې وې.

نوموړي ویلي وو چې دی اماده دی د هغو کسانو پر وړاندې انتحاري بریدونه ترسره کړي چې د طالبانو د نظام د کمزوري کولو هڅې کوي.

جواد، چې د طالبانو د لومړنیو انتحاري ډلو له بنسټ‌اېښودونکو ګڼل کېږي، په خپله وینا کې ټینګار کړی و چې لکه د نظام د جوړېدو پر مهال، اوس هم د دې نظام د ساتنې لپاره ځان قربانولو ته تیار دی.

وروسته د استخباراتو بل چارواکي، جواد څارګر، چې د خبریالانو د ځورولو تور پرې دی، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي وو چې طلوع‌نیوز د «شهیدانو په اړه سپکاوی» کړی او د «کفر او الحاد ژبه» یې کارولې ده.

هغه زیاته کړې چې طالبان د «انتحاري» اصطلاح له رسنیو ایستلې او نه غواړي دغه ډول ژبه بیا خپره شي.

په پایله کې، طلوع‌نیوز اړ شو چې خپور شوی راپور حذف کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here