دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛بدخشان کې هم د نوري فایبر انټرنېټ پرې کړی

د طالبانو حکومت؛بدخشان کې هم د نوري فایبر انټرنېټ پرې کړی

ځایي سرچینې وايي چې د بدخشان په مرکز فیض‌آباد او یو شمېر نورو سیمو کې د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند شوي دي.

ورته ستونزه په کندز او تخار ولایتونو کې هم رامنځته شوې او خلک وايي چې وای فای ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د انټرنېټ د بندېدو امر کړی او تراوسه په بلخ، کندهار، کندز، تخار، هرات، لغمان او بدخشان کې نوري فایبر انټرنېټ قطع شوی دی.

د طالبانو حکومت د دې اقدام دلیل د «منکراتو مخنیوی» بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here