دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانانتونیو ګوترېش:د طالبانو لخوا د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز احمقانه او...

انتونیو ګوترېش:د طالبانو لخوا د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز احمقانه او نه‌منل کېدونکی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د طالبانو حکومت له لوري په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز «احمقانه او نه‌منل کېدونکی» وباله.

هغه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ښځو د کار مخنیوی د مرستو وېش له جدي ستونزو سره مخ کړی او د میلیونونو اړمنو خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

ګوترېش ټینګار کړی چې پرته له ښځو مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي او دغه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي او فقر زیاتوي.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو حکومت د وږي پر ۲۰مه نېټه په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ښځو د کار مخه نیولې چې له امله یې د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here