د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي په یوه ټویټ کې د ډاکټر فاروق اعظم د توقیف په تړاو ویلي چې د استبدادي ډلې د ځینو ملاتړو نیول د لنډ مهال لپاره د خلکو پام اړوي؛ خو اصلي ستونزه لا هم د زده کړو او پرمختګ پر ضد د شاتګپالو بریدونه دي.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې افراطي ډلې د منځلارې ټولنې د له منځه وړلو هڅه کوي او د دوی یا د نړیوالو ملاتړ غوښتل بېګټې دي.
نوموړي لیکلي:«شاتګپالو ډلې په دې برخه کې اصلا” نه پخوا نرمښت ښودلی او نه به هم په راتلونکي کې انعطاف وښیي. شاتګپالې ډلې یواځې یو هدف لري او هغه دا چې غواړي زموږ معتدله ـ دودیزه ټولنه چې د ژوندانه ټولو برخو ته له پیړیو راهیسې په منځلارۍ باورمنده ده؛ دوی د خپل افراطیت په وسله دړې وړې کړي او زموږ ټولنیز جوړښت او هویت له منځه یوسي. هغوی ته زارۍ او د هغوی څخه د مثبتو کړنو او بدلون غوښتل زموږ د ناپوهۍ او بې تجربه توب ښکاره نښه ده. همدا راز د هغوی نړۍوالو ملاتړو ته زارۍ کول او یا مرسته غوښتل هم زموږ د بېخبرۍ او کمزورۍ څرګندونه ده.»
فضلي زیاته کړې چې د دغو ډلو تر منځ داخلي شخړې د خلکو سره تړاو نه لري.

