سمنګانو کې د سکرو کانونو د ښوېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.
د طالبانو حکومت د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني وايي چې دا پېښې د درهصوف بالا ولسوالۍ په دوو جلا سیمو کې شوې دي.
د هغه په وینا، یوه پېښه نن سهار د درهصوف د شباشک شیخه کلي کې شوې، چې په کې یو ۴۵ کلن کانکیندونکی چې ظاهر نومېږي مړ شوی دی.
نوموړی د بامیانو اصلي اوسېدونکی و؛ خو دا مهال یې په مزارشریف کې ژوند کاوه.
رحماني زیاتوي چې بله ورته پېښه پرون شوې، چې په کې یو بل کانکیندونکی مړ شوی، خو د پېښې جزئیات یې نه دي ورکړي.