یروشلم ورځپاڼې په تازه مقاله کې لیکلي، چې د ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر سقوط وروسته القاعده شبکه یو ځل بیا په پټه بېرته منظمه شوې او له طالبانو سره یې نږدې اړیکې پيل کړي دي.
د مقالې له مخې، القاعده اوس هم په افغانستان کې روزنیز کمپونه لري، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د دغه شبکې ملاتړ به نه کوي.
راپور زیاتوي، چې د شبکې مهم مشران لکه حمزه بن لادن او سیف العادل د افغانستان او سیمې په کچه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د دوی په باور، د طالبانو ترمنځ دننه اختلافات، د پاکستاني طالبانو تحریک او سیمهییز ملاتړ کولای شي د القاعده د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

