د افغانستان او ایران ترمنځ د وریښمو پل له یوې اونۍ بندیز وروسته بېرته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.
دا پل د نیمروز ولایت له لارې له ایران سره وصل دی، چې خورا لوړ سوداګریز ارزښت لري.
د نیمروز د رسنیو دفتر وايي، دغه لار د ایران له لوري تړل شوې وه، خو د دواړو هېوادونو د سیمهییزو چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته بېرته پرانیستل شوه.
اوس مسافر او سوداګریز توکي له دې لارې په ازاده توګه تګ راتګ کولی شي.

