د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان ختيځ کې د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.
هغه ويلي، دا زلزله چې کابل يې هم ولړزاوه او په پاکستان کې په ځانګړي ډول اسلاماباد کې هم محسوسه شوه، د سلګونو افغانانو ژوند يې واخيست او ګڼ کلي يې ويجاړ کړل.
هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او دعا مراتب وړاندې کړي او زياته کړې يې ده چې پاکستان د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ممکنه مرستې ته چمتووالی لري.

