دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:هېواد کې د زلزلې د اوښتو زیانونو په اړه ډېر خواشینی...

حامد کرزی:هېواد کې د زلزلې د اوښتو زیانونو په اړه ډېر خواشینی یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشیر او د هېواد په نورو سیمو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د رامنځته شوو درنو ځاني او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي او له ټولو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او نړیوالو مرستندویه ادارو یې غوښتي چې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.

هغه د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه هم کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here