یو ایراني چارواکي د طالبانو حکومت له لوري د هلمند د اوبو تړون د نه عملي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ایران د حقابې د ترلاسه کولو لپاره به فشارونه زیات کړي.
د ایران د اوبو چارو مرستیال وزیر، محمد جوان بخت ویلي چې سږکال یوازې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه مترمکعب اوبه ایران ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تړون له مخې افغانستان باید هر کال ۸۲۰ میلیونه مترمکعب اوبه ورکړي.
د طالبانو حکومت بیا د سیمې د وچکالۍ یادونه کوي او ټینګار کوي چې د تړون عملي کېدو ته ژمن دي.

