یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانمجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته:د بې ځایه اندېښنو اچول د...

مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته:د بې ځایه اندېښنو اچول د کوم هدف او د چا په ګټه دي؟

د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ليکلي، افغانستان کې کومه وسله‌واله ډله نشته او په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ځينو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د داسې اندېښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟

نوموړي ليکلي، هغه هېوادونه چې په دې اړه اندیښنې خپروي، بې دليله دې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه نه کوي.

هغه له هېوادونو غوښتي، چې د اندېښنو پرځای دې امنیت ته کار وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here