د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورم کال په مناسبت د ملي مقاومت د عالي شورا په غونډه کې وویل، چې د بهرنیو په مرسته د افغانستان د بدلون تمه ناسم تصور و.
هغه ټینګار وکړ، چې یوازینۍ لاره مبارزه ده او باید د هېواد د برخلیک په وړاندې بې پروا پاتې نه شو.
مسعود طالبان د مشروعیت له مخې ناکام وبلل او هغوی یې د دین له معیارونو سره مخالف وګڼل.
نوموړي طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د مخالفو علماوو سره دې د دیني بحث لپاره کیني او که قانع شول، باید له شیخ هبتالله خپل بیعت واخلي.
نوموړي همداراز د طالبانو د نورو مخالفو ډلو کړنې هم تر پوښتنې لاندې راوستې او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو میاشتو کې به د خپلو څلورو کلونو فعالیتونه وارزوي.

