یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند بخښنې نړۍوال سازمان:د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له قانوني چوکاټ...

د بخښنې نړۍوال سازمان:د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له قانوني چوکاټ بې‌برخې شوی

د بخښنې نړۍوال سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان قانوني چوکاټ له منځه تللی او پر ځای یې د طالبانو د «اسلامي شریعت» له سخت‌دریځه تفسیر څخه الهام اخیستی نظام حاکم شوی دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دغه نظام بې‌ثباتي، خپلسرې محکمې، شکنجې او عامه مجازات رامنځته کړي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید ژر تر ژره د قانوني تشې د پای ته رسولو لپاره اساسي قانون بېرته رامنځته کړي او د بشري حقونو مراعت تضمین کړي.

د راپور له مخې، د طالبانو تر راتګ مخکې افغانستان د اساسي قانون، ټاکل شوې ولسي جرګې او درې‌پړاوه قضایي سیستم لرونکی و؛ خو اوس محاکمې د څو کسانو له لوري د شخصي دیني تفسیر پر بنسټ ترسره کېږي.

د بخښنې نړۍوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر طالبانو فشار راوړي څو د قانوني نظام، قضایي خپلواکۍ او بشري حقونو درناوی بېرته ټینګ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here