افغان سیاستوال او د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي په افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره همهاله په خپلې ایکسپاڼې پخواني جهادي او سیاسي مشران تښتیدلي ټوپکوال وبلل.
ښاغلي فدایي لیکلي:« د ولسمشر غني له هېواده وتل، د حاکمو او تښتېدلو ټوپکوالو په جمهوریت او باعزته سولې د معاملې شوم پلان داسې شنډ کړ، چې د دوحې تړون ماسټرماینډان، د طالبانو ماسټرماینډان او ټول معاملهګر سیاستوال او رهبران یې هک پک، مبهوت او له مشروعیت څخه بې برخې کړل.»
ښاغلي فدایي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د طالبانو حکومت جګپوړي غړي او د طالبانو د مذاکراتي پلاوی غړي انس حقاني په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي وو چې له هیواده د پخواني ولسمشر اشرف غني وتل د دوی د مشروعیت او رسمیت مخه ډپ کړه.

