د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال قاري حبیبالله بدر ویلي، چې هېواد کې زندانونه د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته هېڅ ډول شکنجه نه ورکول کېږي.
هغه د کابل او ۳۳ ولایتونو د زندان مسؤلینو لپاره د ۱۵ ورځني روزنیز سیمینار د پای په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې زندان د تعذیب نه، بلکې د تادیب ځای دی او له بندیانو سره باید د عزت او احترام چلند وشي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت مرستیال او د سترې محکمې یو چارواکي هم د زندان له مسؤلینو غوښتي، چې د اسلامي اصولو او نبوي سیرت له مخې له بندیانو سره سلوک وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې ګڼ شمېر زندانیان د طالبانو حکومت سخت شکنجه کړي او ډېری کسان د شکنجو لاندې وژل شوي هم دي.

