د طالبانو حکومت وايي، له کابل او نهو نورو ولایتونو یې تر ۶۲زرو ډېر سوالګر راټول کړي دي.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې دغه سوالګر له کابل، لغمان، سمنګان، ننګرهار، هرات، خوست، پروان، پکتیا، نیمروز او فاریاب ولایتونو څخه راټول شوي دي.
یاد دفتر زیاتوي، له دې ډلې ۲۷۷۱۵ یې مستحق سوالګر او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشهيي توکو روږدي دي.
طالبانو داسې وخت د لسګونو زرو سوالګرو د راټولولو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس دمګړی ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

