د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
خلیلزاد ویلي، د پاکستان اوسنۍ تګلاره د دغه هېواد د کورنیو بحرانونو او له افغانستان سره د اړیکو په مدیریت کې پایله نه ورکوي او «له کندې د وتلو لپاره باید نورې کندې ونه کیندل شي.»
نوموړي ټینګار کړی چې اسلاماباد باید د خپلو کورنیو بحرانونو او افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي، خو ویلي یې دي چې د پاکستان د اوسني مشرتابه له لوري د تګلارې د بدلون په اړه شکمن دی.

