شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeکورپاڼهد امریکا استخبارات:چین، روسیه او ایران د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه...

د امریکا استخبارات:چین، روسیه او ایران د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

د امریکا استخبارات وایي، چې روسیه، چین او ایران د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د امریکایانو ترمنځ نقاق ته لمن وهي.

دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د دې دریو هېوادونو اجنټانو د امریکا له تېرو انتخاباتو څخه زده‌کړه کړې ده.

دوی دغه راز ویلي چې دغه روزل شوي کسان ښه چمتووالی لري چې په را روانو انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.

د دوی په وینا ښايي دا اجنټان د فزیکي ګواښونو او تشدد هڅه وکړي او ډېر امکان شته چې د انتخاباتو په بهیر کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو عملیات ترسره کړي.

یادو هېوادونو د امریکا دغه تورونه رد کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here