د افغانستان اکثریت ګوند پر کنړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره نور هم زړور او سپین سترګی شوی.
دغه ګوند په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د پاکستان پوځي اقدامات د دې ښکارندویي کوي چې اسلاماباد لا هم د «ستراتېژیک عمق» له پخواني سیاست لاس نه دی اخیستی او په افغانستان کې د نفوذ هڅې کوي.
د افغانستان اکثریت ګوند ویلي، د نړۍ د بدلېدونکي نظم په شرایطو کې ځینې سیمهییز هېوادونه ځانونه د پخوانیو نړیوالو اصولو او قوانینو له پابندۍ خلاص ګڼي او پاکستان هم له همدې وضعیت په ګټې اخیستنې د خپلو پراختیا غوښتونکو سیاستونو د عملي کولو خوبونه ویني.
په خبرپاڼه کې راغلي چې لوی قدرتونه په ځانګړي ډول امریکا د پاکستان له لارې د سیمې په سیاستونو کې خپل نفوذ ساتي او په سیمه کې د افراطي ډلو د فعالیتونو او بیا د هغوی ترمنځ د شخړو له لارې لښکرکشي کوي.
دغه ګوند د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ روان اختلافات د «کنټرول شوې لوبې» یوه برخه بللې او ویلي یې دي چې دوام یې به یوازې د افغانانو پر ژوند، امنیت او وضعیت منفي اغېز وکړي.

