د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو یې د افغانستان پولې ته څېرمه سیمو کې د «فتنه الخوارج» او اړوندو ډلو پر پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو دقیق هوايي بریدونه کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه عملیات د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او درې هدفونه چې په کې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې یو مرکز هم شامل و، له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان حکومت ویلي، په دغو بریدونو کې د څو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۸ وسلهوال وژل شوي او په یادو مرکزونو کې زېرمه شوې وسلې او مهمات هم ویجاړ شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه عملیات د خیبر پښتونخوا په کوهاټ، هنګو او ټل سیمو کې له بریدونو وروسته ترسره شوي او موخه یې د هغو ډلو مرکزونه وو چې اسلاماباد یې د دغو بریدونو مسوولې بولي.
که څه هم پاکستان د افغانستان د په نښه شویو سیمو نومونه نه دي یاد کړي خو د د ادعا برعکس یې د افغانستان په پکتیکا او کنړ ولایتونو کې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي او ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
د طالبانو حکومت هم د پاکستان هوایي بریدونه او په کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګژوبله تایید کړې.

