چینايي تنظیموونکو د انساننما روبوټ جوړونکو شرکتونو د ونډو د لومړني پلور (IPO) بهیر ورو کړی، ځکه اندېښنه لري چې د دغو شرکتونو لوړې ارزونې او عواید ښايي د واقعي بازار له غوښتنې سره برابر نه وي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې پرېکړې یو لامل د Unitree Robotics شرکت د ونډو بېثباتي پیل بلل شوې؛ د دغه شرکت ونډې د شانګهای په بازار کې له داخلېدو وروسته له پنځه برابرو ډېرې لوړې شوې، خو وروسته د خپل لوړ حد په پرتله شاوخوا ۵۵ سلنه راولوېدلې.
راپور وايي، چینايي چارواکي اوس ارزوي چې د روبوټونو شرکتونو عایدات تر کومه حده پر واقعي سوداګریزې غوښتنې ولاړ دي او څومره برخه یې د حکومت له ملاتړ شویو پروژو ترلاسه کېږي.
د صنعت ځینې کسان وايي، که د دولتي ملاتړ لرونکو پروژو عایدات له محاسبې لېرې شي، د ځینو روبوټ جوړونکو شرکتونو ارزښت ښايي له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کم وښودل شي.

