دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستاند ښځو د ازادۍ شبکه: د ښځو له حقونو پرته تلپاتې سوله...

د ښځو د ازادۍ شبکه: د ښځو له حقونو پرته تلپاتې سوله نه شي راتللی

د ښځو د ازادۍ شبکې (Free Women’s Network) د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې هغه سوله چې ښځې او نجونې په کې له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې وي، نه شي کولی عادلانه او تلپاتې وي.

دې شبکې په یوه خبرپاڼه کې د سپټمبر ۲۱مې د سولې نړیوالې ورځې ته په اشاره ویلي چې سوله یوازې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو معنا نه لري، بلکې ازادۍ، عدالت، برابرۍ او د انساني کرامت درناوي ته اړتیا لري.

فري ومېنز نېټورک همداراز ویلي، افغان ښځې او نجونې لا هم د زده‌کړو، کار، د بیان ازادۍ او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

دغې شبکې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو، د ښځو د کار حق د تضمین، د تاوتریخوالي او تبعیض د پای ته رسېدو او د افغانستان د سولې او راتلونکې په پرېکړو کې د ښځو د برابر او مانا لرونکې ګډون غوښتنه کړې ده.

د ښځو د ازادۍ شبکې یا فري ومېنز نېټورګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو غږ واوري او د هغوی د حقونو او ازادیو ملاتړ وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here