دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستانبښنې نړیوال سازمان د افغانستان د د بشري حقونو لپاره د ځانګړي...

بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د د بشري حقونو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت له تمدید ملاتړ وکړ

د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) او د بشري حقونو یو شمېر نورو سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د ماموریت د بشپړ تمدید ملاتړ وکړي.

دغو سازمانونو د بشري حقونو شورا د ۶۳مې غونډې په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په اړه باید د ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي تمرکز سره د راپور ورکولو او متقابلو بحثونو دوام تضمین شي.

په خبرپاڼه کې همداراز غوښتنه شوې چې د قوم، مذهب او ژبي له پلوه محرومو ډلو او ټولنو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور چمتو او پرې جلا بحث ترسره شي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم (IIMA) د ژر عملي کېدو غوښتنه هم باید د بشري حقونو شورا په پرېکړه‌لیک کې شامله شي.

دغه میکانیزم د بشري حقونو شورا د ۶۰/۲ تاریخي پرېکړه‌لیک له مخې رامنځته شوی او د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اجماع له لارې تصویب شوی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here