دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستاناریانا افغان هوايي شرکت نوې کارګو الوتکه فعاله کړه

اریانا افغان هوايي شرکت نوې کارګو الوتکه فعاله کړه

د اریانا افغان هوايي شرکت یوه نوې B737-300 چارټر کارګو الوتکه د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

د شرکت د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه په یوه سفر کې د شاوخوا ۱۷ ټنه مالونو د لېږد ظرفیت لري او د متحده عربي اماراتو له ایر چارټر اکسپرس شرکت سره یې د یو کال لپاره تړون شوی دی.

د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولان وايي، د کارګو شبکې پراختیا به د افغانستان د صادراتو، سوداګرۍ او هوايي ترانسپورټ د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.

د شرکت په وینا، د دې الوتکې له لارې به افغان سوداګر وکولای شي خپل محصولات نړیوالو بازارونو ته په چټکه، خوندي او منظم ډول ولېږدوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here