د ایران مشر ایتالله علي خامنهيي په یوه بیان کې د حماس او حزب الله ستاینه کړې ده.
خامنهیي ویلي، چې د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې حماس د مشرانو له شهادت سره بیا هم له پرمختګ لاس نه دی اخیستی.
د یادونې ده چې یحیی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید طراح و چې دا حمله د غزې په تړانګه کې د جګړې سبب شوه.
هېره دې نه وي چې اسراییلي ځواکونو د اکټوبر په ۱۶مه په غزه کې یحیی سنوار وواژه.

