دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeافغانستانهالنډ کې د علمي سیمینار، مشاعرې او فرهنګي پروګرام له لارې د...

هالنډ کې د علمي سیمینار، مشاعرې او فرهنګي پروګرام له لارې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه

په هالنډ کې د «نارنج» فرهنګي ټولنې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه د علمي سیمینار، مشاعرې او فرهنګي پروګرامونو له لارې ونمانځله.

د مراسمو په علمي برخه کې د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند ډاکټر نصرالله ستانکزي، لیکوال او څېړونکي ډاکټر عبدالغفور لېوال، د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد، پخواني ډیپلومات محمد ظاهر ملک بابا، ښځینه فعاله څانګې صدیقي او د ننګرهار پخواني والي ولي محمد زیارمل خبرې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم له انلاین لارې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې، د شاه امان الله خان او ملکې ثریا د رول او د خپلواکۍ د فکر د مخکښانو د هڅو په اړه خبرې وکړې. هغوی وویل، د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د دې میراث د سمې پالنې نشتوالي افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د «نارنج» فرهنګي ټولنې مشر نورآغا نوراني وویل، د خپلواکۍ او نورو ملي ورځو د لمانځلو موخه دا ده چې نوي نسلونه د افغانستان له تاریخ، کلتور او ملي ارزښتونو سره لا ډېر بلد شي.

د مراسمو په پای کې مشاعره او د ځوان سندرغاړي ساغر محبوبي له خوا د موسیقۍ پروګرام هم وړاندې شو.

په دې مراسمو کې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو یو شمېر افغانانو ګډون کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here