دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeسیاستفضل‌الرحمن عاصم منیر ته: د ۱۹۷۱ز کال د تسلیمۍ کیسه مو هېره...

فضل‌الرحمن عاصم منیر ته: د ۱۹۷۱ز کال د تسلیمۍ کیسه مو هېره کړې؟

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړي او د ۱۹۷۱ کال د جګړې او د پاکستان د پوځ د تسلیمۍ بېلګه یې ور وړاندې کړې.

فضل‌الرحمن ویلي، پاکستاني پوځ هغه مهال هم د بریا او جګړې لویې دعوې کولې، له تسلیمېدو یوه ورځ وړاندې د هغه وخت د پوځ مشر جنرال یحیی خان خلکو ته د جګړې د دوام ډاډ ورکړی و او بله ورځ یې پوځ وسلې کېښودې.

نوموړي عاصم منیر ته په خطاب کې پوښتنه مطرح کړې چې کله خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي، د هېواد مشران او پوځي چارواکي ولې د خلکو له وضعیت بې‌پروا دي او خپلې مزې کوي؟

فضل‌الرحمن په دې وروستیو کې هم د پاکستان په سیاست کې د پوځ د پراخ رول سخت مخالفت کړی و او ویلي یې و چې که پوځي مشران سیاست کول غواړي، باید یونیفورم وباسي، ټاکنو ته ولاړ شي او د خلکو رایه ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here