د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې په سویلي برخه کې یې د خان یونس په شاوخوا کې د حماس د نخبه ځواکونو یو قوماندان په نښه کړی دی.
اسرائيلي پوځ ادعا کوي چې دغه قوماندان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د بریدونو پر مهال پر اسرائیلو د حماس په عملیاتو کې برخه لرله او وروسته یې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د بریدونو په طرحه کې رول درلود.
پوځ د نوموړي فعالیتونه د خپلو ځواکونو لپاره «سمدستي ګواښ» بللي دي.
بلخوا، حماس هم د عمر محمد ابو جلاله په نوم د خان یونس د لوا د یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی خو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د اوربند ترڅنګ پر غزې لا هم د اسرائیلي ځواکونو بریدونه دوام لري.

