دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeافغانستانعایشه وهاب امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي

عایشه وهاب امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي

د امریکا د کانګرس نوې افغان‌الاصله غړې عایشه وهاب وايي، واشنګټن باید له دې پرته چې په افغانستان کې کومه ډله واکمنه ده، له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي.

د راپورونو له مخې، وهاب د طالبانو د مخالفو ډلو پر دریځونو هم نیوکه کړې او هغوی یې «ژور ناکام او لار ورکي» بللي دي.

نوموړې هیله څرګنده کړې چې له طالبانو سره د رسمي اړیکو له لارې به امریکا وکولای شي دغه ډله د بشري حقونو د رعایت او د ښځو د وضعیت د ښه کېدو پر لور وهڅوي.

عایشه وهاب څو ورځې وړاندې د کالیفورنیا په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د امریکا د استازو جرګې ته یې د لومړنۍ افغان‌الاصله امریکايۍ په توګه لار پیدا کړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here