د آزادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو سیمهییز قوماندان، ملا داوود افضل، په یوه کمین کې وژلی دی.
د جبهې په وینا، پېښه د شنبې په ورځ د زمري په ۳۰مه شاوخوا ۲ بجې رامنځته شوې او د دوی له وسلهوالو سره له لنډې نښتې وروسته ملا داوود افضل وژل شوی او دوه ساتونکي یې سخت ټپیان شوي دي.
د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه ساتونکي روغتیايي وضعیت نازک دی.
د آزادۍ جبهې په نوم ډلې زیاته کړې چې افضل د طالبانو له سیمهییزو بانفوذو قوماندانانو وو او د مولوي خورشید زوی و.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د نوموړي د وژل کېدو یا د خپلو کسانو د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

