دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeافغانستاناوچا: د افغانستان روغتیايي سکتور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی

اوچا: د افغانستان روغتیايي سکتور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره له غوښتل شویو ۱۹۱ میلیونو ډالرو تر اوسه یوازې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي چې د اړتیا وړ بودجې ۳۷ سلنه جوړوي.

اوچا وايي، د روغتیايي خدمتونو اړتیاوې له موجودو مالي سرچینو ډېرې دي، خو د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ ګرځنده روغتیايي ټیمونه لا هم لېرو پرتو سیمو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه رسوي.

د دې ادارې په وینا، د اضافي مالي سرچینو نشتوالی د روغتیايي خدمتونو د دوام او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا محدودوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here