دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeافغانستاند ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري ۱۳۰...

د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري ۱۳۰ زره ټنو ته رسېدلې

د ایران د رېل پټلۍ شرکت وايي، له افغانستان سره د رېل له لارې د مالونو لېږد په بې‌ساري ډول زیات شوی او له کلني ۱۵ زره ټنو کمې کچې اوس په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زره ټنو ته رسېدلی دی.

د ایران د رېل پټلۍ د شرکت مشر جبارعلي ذاکري ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ اړیکې په وروستیو کې پراخې شوي او تمه ده چې د مالونو د لېږد اوسنی حجم په یوه کال کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه ټنو ته لوړ شي.

د هغه په وینا، د رېل له لارې د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ د وارداتو او صادراتو، ټرانزیټ او د اساسي توکو د لېږد ظرفیت لوړ کړي.

د ایران چارواکي وايي، د افغانستان ترڅنګ له منځنۍ اسیا، ترکیې او نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم د رېل پټلۍ اړیکې په پراخېدو دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here