دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 99

اسرائیل؛د لبنان پر صور ښار تازه هوایي بریدونه کړي

0

سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند وشو، د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیل پوځي عملیاتو نن سهار هم دوام درلود.

راپورونه ښيي چې د اسرائیل لخوا د لبنان د صور ښار په ګډون څو سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

همداراز اسرائیلي ځواکونو د یوه جنوبي ښار لپاره د نوې تخلیې امر صادر کړی، چې د احتمالي پراخو بریدونو نښه بلل کېږي.

بل لور ته، لبناني سرچینو ویلي چې تمه ده حزب‌الله به ژر خپل رسمي دریځ اعلان کړي او وښيي چې د اعلان شوي اوربند په اړه څه موقف لري.

هاخوا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د ایران سره د ټاکل شوي اوربند لپاره منندوی دی خو لبنان ترې مسثنا دی.

ډونالډ ټرمپ:امریکا به د هرمز تنګي له هرې تیریدونکي کښتۍ سره د مدیریت او ساتنې برخه کې مرسته کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د جګړې تر اوربند وروسته اعلان کړی چې واشنګټن به هرمز تنګي کې د کښتیو د ترافیک د تنظیم لپاره مرسته وکړي او “مثبت اقدامات” به ترسره شي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال دا اوربند “د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ” وبلله او ویې ویل چې ایران د جګړې له دوام څخه ستړی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا به په سیمه کې پاتې شي، لوژستیکي ملاتړ به برابر کړي او د دې ډاډ به ترلاسه کړي چې وضعیت په سمه توګه پر مخ ځي.

هغه همداراز وویل چې د هرمز تنګي د ترافیک د کنټرول تر څنګ به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او ایران کولی شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي.

دغه اوربند د ټرمپ له خوا ټاکل شوي ضرب‌الاجل ته نږدې، یعنې د تنګي د نه پرانیستلو په صورت کې د احتمالي برید تر ګواښ مخکې، تر لاسه شوی دی.

بل لور ته، ایراني چارواکو اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو خوندي تګ راتګ به بیا پیل شي، خو د عملي څرنګوالي په اړه یې لا جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ستراتیژیکه سمندري لاره د جګړې پر مهال عملاً تړل شوې وه، چې له امله یې د نفتو نړیوال بازارونه اغېزمن شول او اوس، د اوربند او د تنګي له بیا پرانیستلو سره تمه ده چې د منځني ختیځ صادرونکي وکولای شي هغه میلیونونه بېرله نفت بازار ته وړاندې کړي چې په سیمه کې بند پاتې وو.

د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۳۰ میلیونه بېرله خام نفت او ۴۶ میلیونه بېرله نور نفتي توکي په نږدې ۲۰۰ نفت‌کښتیو کې د انتقال په تمه دي.

راپورونه:امریکا سره د ایران د مذاکراتو مشري محمد باقر قالیباف کوي

0

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ نوې ډیپلوماټیکې خبرې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د سرچینو په وینا، د ایران د پلاوي مشري به د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف کوي، او د امریکا استازیتوب به مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس له لوري کېږي.

راپورونه ښيي چې تهران د خبرو لپاره یو ۱۰ ماده‌ییز چوکاټ وړاندې کړی، چې پکې د اټومي پروګرام تر څنګ د سیمې امنیتي مسایل او د اوږدمهالو بندیزونو د ختمېدو غوښتنه هم شامله ده.

د ایراني سرچینو په وینا، دا وړاندیز د هغو بندیزونو پای ته رسولو ته هم اشاره کوي چې د څو لسیزو راهیسې پر ایران لګېدلي دي.

شاه محمود میاخېل:افغانان باید خپل ځان بسیاتوب ته لومړیتوب ورکړي او د بهرنیو لوبو قرباني نشي

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي چې افغانان په داخل او بهر کې باید په ځان تمرکز وکړي او فکر وکړي چې څنګه د سیمې او نړۍ د رقابتونو له لوبو ځانونه وساتي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې یوازې په خپل اتحاد، د نظام ولسي ملاتړ او نړیوال مشروعیت کار کول د افغانستان د ملي ګټو خوندي کولو لاره ده.

نوموړي زیاته کړې چې کاذب غرور، ارماني شعارونه او احساساتي چلندونه هېڅ ګټه نه لري.

میاخېل دغه راز ویلي، چې ټولې خواوې باید د شعارونو پر ځای د تدبیر پر بنسټ عمل وکړي، یو بل ته سپکاوی او د انحصار سیاست هېڅ نتیجه نه ورکوي.

هغه افغانان دې ته هم هڅولي چې د امریکا، اسراییل او ایران تازه لوبه د درس په توګه وګڼي او په ملي او سیاسي مسایلو کې د نورو هېوادونو سره د ملګرتیا پر ځای خپل خلک، خپل ځواک او د ځان بسیاتوب ته لومړیتوب ورکړي.

شاه محمود میاخېل ټینګار کړی چې افغانستان باید په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ د نورو هېوادونو له تکیه ځان خلاص کړي او د علمي موسسو د کمزورتیا پر ځای باید د علمي موسسو د ځواکمنتیا لپاره کار وکړي.

شهباز شریف امریکا او ایران:د جمعې ورځ اسلام‌اباد ته راشئ او د وروستۍ هوکړې په اړه خبرې وکړئ

0

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هوکړه چې د اسلام‌اباد په منځګړیتوب شوې، هرکلی کړی دی.

هغه ویلي چې راتلونکې خبرې اترې به په اسلام‌آباد کې ترسره شي.

شریف په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې امریکا او د هغې متحدینو د اوربند لپاره په بېړنۍ توګه د لبنان په شمول، ټولو سیمو کې موافقه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر له ایران او امریکا څخه غوښتي چې د جمعې په ورځ اسلام‌اباد ته ورشي او د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړې: «موږ په صمیمانه توګه هیله لرو چې د اسلام‌اباد خبرې په پایدارې سولې کې بریالۍ شي او په راتلونکو ورځو کې به ښه خبرونه هم شریک کړو.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و چې د شهباز شریف او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په غوښتنه یې د ایران سره د دوه اوونیز اوربند هوکړه منلې ده.

انتونیو ګوتریش:د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی او د پایدارې سولې غوښتنه کوم

0

د ملکرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند د اعلان هرکلی کړی او د منځني ختیځ په روانه شخړه کې له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو پر اساس خپلې ژمنې عملي کړي او د اوربند شرایط ومني، څو په سیمه کې د پایدارې او جامع سولې لار هواره شي.

هغه ټینګار کړی چې د جګړو سندستي پای د عامو خلکو د ژوند د ساتنې او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره ضروري دی.

نوموړي همدارنګه اعلان کړی چې د هغه ځانګړی استازی، ژان آرنو، په سیمه کې حضور لري څو د پایدارې سولې د هڅو ملاتړ وکړي.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره اوربند د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ او د منځني ختیځ لپاره طلایي فرصت دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اوربند په اړه ویلي چې دا د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ ده.

هغه په ټروت سوشیال کې لیکلي چې ایران د دې هوکړې غوښتونکی و او نور ستړی شوی دی.

ټرمپ زیاته کړې چې نور اړخونه هم ورته احساس لري او امریکا به د هرمز تنګي د سمندري لارې د خلاصولو او ستونزو د رفع کولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه د دې هوکړې اقتصادي پایلو ته په اشارې ویلي: «ډېر مثبت اقدامات به ترسره شي او سترې مالي سرچینې به ترلاسه شي.»

ټرمپ ټینګار کړی چې ایران کولی شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي او امریکا به د توکو د لېږد او په سیمه کې د حضور ساتلو له لارې د هوکړې د سم تطبیق څارنه وکړي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې چې دا بهیر کولای شي د «منځني ختیځ طلایي عصر» ته لاره هواره کړي.

عاطف مشعل:راټوکېدونکی اوربند د ایران لپاره یو لوی ستراتیژیک بری دی

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، راټوکېدونکی اوربند یو مثبت پرمختګ ګڼل کېږي او په زیاتېدونکي ډول داسې ښکاري چې دا د ایران لپاره یو ستراتیژیک بری دی.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، سره له دې چې پر تهران سخت پوځي فشار و؛ خو داسې برېښي چې ایران حالت داسې لوري ته رهنمایي کړ چې خبرې اترې یې خپلو شرایطو ته نږدې شوې او واشنګټن د تاوتریخوالي کمولو ته مخه کړه.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس ډېر څه دې پورې تړلي چې اسرائیل څه ډول غبرګون ښيي، خو داسې نه ښکاري چې د تړون ټولې برخې به په بشپړه توګه عملي شي.

د نتانیاهو دفتر:د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیو اوربند هرکلی کوو؛ خو لبنان پکې شامل نه دی

0

څلور ساعته وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د دوه اوونیو لپاره د بریدونو د درولو اعلان وکړ، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هرکلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دا اوربند، د ځینو پاکستاني منځګړو ادعاو برعکس، لبنان ته نه پراخیږي.

په هغه اعلامیه کې چې یوازې په انګلیسي خپره شوې، ویل شوي چې اسراییل د ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کوي؛ خو په دې شرط چې تهران سمدستي هرمز تنګي پرانیزي او د امریکا، اسراییل او د سیمې پر ټولو هېوادونو بریدونه ودروي.

اعلامیه همدارنګه وايي چې اسراییل د امریکا د هڅو ملاتړ کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې ایران نور د امریکا، اسراییل، عرب ګاونډیو او نړۍ پر وړاندې هسته‌ییز، توغندیز یا ترهګریز ګواښ نه جوړوي.

د نتانیاهو دفتر زیاته کړې چې امریکا اسراییل ته ډاډ ورکړی چې په راتلونکو خبرو کې د دې اهدافو د ترلاسه کولو ژمنه کوي.

په پای کې بیا ټینګار شوی چې د دوه اوونیو اوربند لبنان ته نه پراخیږي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره لنډمهالی اوربند بشپړه بریا ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د لنډمهاله اوربند د اعلان وروسته له فرانسې خبري اژانس سره په یوه ټلیفوني مرکه کې ویلي چې دا هوکړه یوه بشپړه او کامله بریا ده او د یورانیمو موضوع به په بشپړ ډول حل شي.

ټرمپ ویلي: «په سل سلنه، هیڅ شک پکې نشته.»

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د ایران د غني شوي یورانیم ذخیرې به د دې هوکړې په چوکاټ کې په بشپړ ډول وڅېړل شي او سمبال به شي او که نه نو «هیڅکله به مې داسې هوکړې ته غاړه ایښې نه وای».