د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهمې خبرې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیا پیل شي.
ټرمپ له «نیویارک پوسټ» سره په مرکه کې وویل، واشنګټن چمتو دی چې یو ځل بیا پاکستان ته د خبرو لپاره ولاړ شي، او ټینګار یې وکړ چې د پرمختګ نښې لیدل کېږي.
هغه د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر، رول وستایه او ویې ویل چې نوموړي د خبرو د تنظیم او پرمخ بیولو لپاره «فوقالعاده هڅې» کړې دي.

