شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهفاطمه مهاجراني:پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله ۲۷۰میلیارده...

فاطمه مهاجراني:پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله ۲۷۰میلیارده ډالره زیان اووښتی

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، چې پر دغه هېواد د امریکا او اسراییل د وروستیو بریدونو له امله اوښتي زیانونه، د لومړنیو ارزونو له مخې، شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوي دي.

مهاجراني له روسي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د جګړې د تاوان موضوع د ایران د مذاکراتي ټیم له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او دا مسئله د اسلام‌اباد په خبرو کې هم تعقیب شوې ده.

هغې پرته له دې چې دقیق جزیات وړاندې کړي، وویل: «زیانونه عموماً په څو برخو کې ارزول کېږي، خو تر دې مهاله د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د ایران تاوان شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here