سه شنبه, اپریل 14, 2026
Homeکورپاڼهد روسیې د بهرنیو چارو وزیر؛سرګي لاوروف په یو رسمي سفر چین...

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر؛سرګي لاوروف په یو رسمي سفر چین ته رسېدلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چین ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې پکن ته رسېدلی، څو د چین له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسایلو په اړه مهمې خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانگ یی سره د لاوروف د لیدنې اصلي تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکارۍ پراخول، د نړیوالو کړکېچونو پر وړاندې ګډ دریځ او د سیمه‌ییزو بدلونونو ارزونه بلل شوې ده.

سرچینې وايي، دواړه لوري هڅه کوي د اوسنيو نړیوالو فشارونو په وړاندې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او د راتلونکو دیپلوماتیکو اړیکو لپاره نوې لارې چارې وڅېړي.

په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې د لوړې کچې راتلونکو سفرونو او تماسونو په اړه خبرې، په ځانګړي ډول د ولادیمیر پوتین د احتمالي سفر موضوع، د دې لیدنو له مهمو اجنډاوو څخه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here