د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس ویلي، واشنګټن د منځني ختیځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په روانو خبرو کې خپلې اساسي غوښتنې ایران ته په واضح ډول وړاندې کړې دي.
نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې که څه هم خبرې له ستونزو خالي نه وې، خو د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.
هغه زیاته کړه چې اوس د ایران پرېکړه مهمه ده، او تمه کېږي چې تهران به د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګام پورته کړي.

