د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د بندیزونو د نوملړ د تازه کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول بندیزونه له پیله بېګټې دي.
مجاهد ټینګار کړی چې د بندیزونو لګول نه یوازې اغېزناک نه دي، بلکې د ده په وینا دا یو ډول ظلم دی چې د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي.
هغه زیاته کړې چې کله د یوه ارګان مشران تر بندیزونو لاندې وي، نو د هماغه ارګان چارې اغېزمنېږي او په پایله کې عام خلک هم زیان ویني.
نوموړي ویلي چې دوی غواړي د تفاهم او تعامل لپاره زمینه برابره شي او نړیوال بنسټونه باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، نه دا چې د سیاسي فشار وسیله وګرځي.

